رحماني؛ د سولې قرباني
مجیب الرحمن ساپی         مجیب الرحمن ساپی

 

 

نن (یک­شنبه) د سولې د عالي شورا او د مشرانو جرګې غړی مولوي ارسلا رحماني، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زدکړو وزیر و د خپل کور مخې ته د ناپېژاندو وسله والو لخوا و وژل شو. د ده د وژنې په لومړیو شېبو کې ګومان کېده، چې دغه کړنه به د وسله والو طالبانو له لوري تر سره شوې وي؛ خو د وسله والو طالبانو ویاند له رسنیو سره په اړیکه کې د دغې ډلې له لوري د ښاغلي رحماني وژنه رد کړه.

له دې وړاندې تېر کال، چې کله د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني په خپل کور کې ترور شو، وسله والو طالبانو د ده د ترور پړه و نه منله او ویې ویل، چې په دې اړه به پلټنې کوي، چې تر دې مهاله د دوی د پلټنو پایلې څرګندې نه دي.

ډېری شنوونکي په دې باور دي، چې ښاغلی رحماني د وسله والو طالبانو او د سولې عالي شورا ترمنځ یوازینی ارتباطي کس وو، چې د ده په وژلو سره د وسله والو طالبانو او د سولې د عالي شورا ترمنځ اړیکې پرې شوې.

اوس مهال وسله والو طالبانو د دوی له لوري د سولې د عالي شورا او د مشرانو جرګې د غړي ارسلا رحماني وژنه رد کړې؛ خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د غوايي میاشتې په لسمه نېټه د الفاروق پسرلنیو عملیاتو په اړه رسنیو ته د لېږل شوې خبر پاڼې په یوې برخې کې راغلي (باید واضحه کړو چې دالفاروق عملیاتو لومړنی هدف به بهرني یرغلګر ،دهغوئ مشاورین ،دهغوئ قرادادیان او له یرغلګرو بهرنیانوسره دټولو اړونده نظامي ،استخباراتي اوکومکي اداروغړي وي .

همداراز دکرزي دمزدور رژیم لوړپوړي چارواکي،پارلماني اعضاء ، د دفاع ،امنیت اوکورنیوچارو وزارتونو پوځي منسوبین ، تش په  نامه  دصلح دعالی شوری اعضاء ،داربکیانوپه نوم ملیشي اوټول هغه کسان چې دمجاهدینوپه خلاف فعالیت کوي او په خپل چوپړسره نورهم دبهرنیانو اشغال ته په افغانستان کې زمینه برابروي اودیرغلګرودقوت سبب ګرزي دالفاروق عملیاتو نښه ګرځیدلی شي.)

د وسله والو طالبانو له لوري د الفاروق عملیاتو په اړه د خپرې شوې خبر پاڼې پورتنیو ټکو ته په پام سره روښانه ده، چې ښاغلی رحماني د دوی له لوري وژل شوی دی.

که څه هم وسله والو طالبانو د روان کال په پیل کې خپل پسرلني عملیات پیل کړي وو؛ خو د ښاغلي رحماني په وژنې سره یې د الفاروق عملیات رسماً پيل کړل، چې افغان حکومت ته، چې له دې وړاندې یو شمېر افغان چارواکو د الفاروق عملیات یوازې تبلیغات بلل د خطر زنګ وکړنګاوه.

له بل لوري له هغه وروسته، چې افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژيکو همکاریو سند لاسلیک کړ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې ودرولې او ويې ویل، چې د دوی اساسي شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، چې د دغه سند په لاسلیک کولو سره د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل ثابت شول. همدا راز وسله والو طالبانو هم له امریکا سره خپلې خبرې اترې د امریکا له لوري د دوی د شرایطو نه منلو په غبرګون درولې وې، چې د ستراتیژیک سند په لاسلیک کولو سره یې خپل ځواب د سولې د عالي شورا د زندانونو چارو مشر ارسلا رحماني په وژنې سره ورکړې. وسله والو طالبانو یو ځل بیا افغان حکومت ته په زغرده وویل، چې د سولې خبرو اترو ته لېوالتیا نه لري او دوی اوس هم کولای شي د هېواد په هر ځای کې، چې غوښتي یې وي خپلې موخې تر برید لاندې راولي.

له دې وړاندې به د وسله والو مخالفینو بریدونه د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو، بم اېښودنو، د ښارونو په ځینو برخو ډله­ییزو بریدونو او په نورو لارو چارو تر سره کېدل، چې اوس یې د خپلو بریدونو بڼې ته هم بدلون ورکړی دی او یوازې د تومانچې په ډزو سره خپلې موخې له منځه وړي، چې د افغان دولت لپاره ستره ننګونه بلل کېدای شي.

بل لور ته بیا له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي (د مولوي ارسلا رحماني په شهادت سره د افغانستان د خلکو دښمنانو یو ځل بیا دا ثابته کړه چې دوی په افغانستان کې د سولې له ټینګښت څخه وېره لري او تل په هغو کسانو بریدونه کوي چې د افغانستان آبادي او سرلوړي غواړي او د سولې ټینګښت او ددې ولس د سوکالۍ لپاره کار کوي.)
خبر پاڼه کاږي (جمهور رئیس زیاته کړه: دښمنان دې په دې پوه شي چې د افغانستان هر وګړی په هېواد کې د سولې د ټینګښت او ترقۍ غوښتونکی دی نو د شهید ارسلا رحماني د لارې لارویان په دې هېواد کې خورا ډېر دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د وطن ددغه خدمتګار او ریښتیني بچي مولوي ارسلا رحماني پر وژنه په ژوره توګه خواشینی شوی دی او امنیتي ارګانونو ته یې په کلکه لارښوونه کړې ده چې د ارواښاد رحماني قاتلین دې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.)

افغان ولسمشر امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د ده قاتلین دې پیدا او د قانون منګلو ته دې وسپاري؛ خو که چېرې د افغان دولت له لوري د ښاغلي رحماني او ده ورته نورو کسانو امنیت په سمه توګه ټینګ شوی وای، نو هېڅ­کله به مخالفین نه وی توانېدلي، څو پر هېوادوالو بریدونه وکړي او له منځه یې یوسي.

شونې ده، چې له دې وروسته وسله وال مخالفین له همدغه تکتیک څخه په ګټې اخیستنې سره بې ګناه ملکي کسان او د دولت لوړ پوړي چارواکي له منځه یوسي، نو افغان دولت ته لازمه ده، څو هېوادوالو د امنیت ټینګښت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، نه دا، چې یوازې د امنیتي چارو په تر لاسه کولو سره د خلکو او نړۍوالې ټولنې په سترګو خاورې وشيندي.

که چېرې افغان دولت په رښتونې توګه غواړي، څو د سولې لړۍ پر مخ لاړه شي او له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې په جدي توګه پیل کړي، نو لازمه ده، څو له یوه لوري ژر تر ژره د ښاغلي رحماني ځای ناستی پيدا کړي او له بل لوري د دوی امنیت په سمه توګه ټینګ کړي.

کابل

برېښنالیک: intezar.safi@gmail.com


May 13th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات